د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د دې ولایت د استېناف محکمې دوه اداري کارکوونکي د نامعلومو وسلهوالو له لوري په ډزو وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر ازادي راډيو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې پېښه نن سهار نږدې اته بجې د جلالاباد ښار اړوند د روښان مېنې په سیمه کې شوې ده.
د ننګرهار د استېناف محکمې رئیس عبدالولي قاضيزاده هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې پېښه تأييد کړه او ويې ویل چې دواړه کارکوونکي د بېلابېلو دیوانونو مدیران وو چې دندې ته د تللو پر مهال نامعلومو وسله والو وژلي دي.
د پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې پر غاړه نهدی اخېستی.
جلالاباد هغه ښار چې وخت ناوخت پهکې دغه ډول هدفي وژنې کېږي، څو ورځې وړاندې د ننګرهار د حج اوقافو ریاست کارکوونکی قاري هدایت الله هجران هم د دې ریاست مخته په رڼا ورځ نامعلومو وسلهوالو وواژه.