امریکا هُرمز تنګي او باب المندب کې د پوځي ائتلاف طرح جوړوي

د امریکا د پوځ لوی درستیزانو د کمېټې رئیس جنرال جوزېف ډنفورډ

د امریکا متحده ایالاتونه د هُرمز تنګي او باب المندب په نړیوالو اوبو کې د بېړې چلونې د ازادۍ د ډاډمنېدو لپاره د یوه پوځي ائتلاف د جوړولو په طرحې کار کوي.

د امریکا د پوځ لوی درستیزانو د کمېټې رئیس جنرال جوزېف ډنفورډ پرون د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د امریکا دفاع وزارت پنټاګون به د قوماندانۍ او څارنۍ په برخه کې دغه ائتلاف ته امکانات برابر کړی.

دی وايي: "موږ اوس وخت له ځینو هېوادونو سره په اړیکه کې یو، څو وګورو چې موږ یو ائتلاف رامنځته کولای شو چې په هُرمز تنګي او باب المندب کې د بیړۍ چلولو ازادي تضمین کړي."

ډنفورډ په‌داسې حال کې د دغه ائتلاف د جوړولو لپاره له هڅو یادونه وکړه چې له ایراني مشرانو سره د امریکا کړکېچونه اوج ته رسېدلي.

په فارس خلیج او عمان سمندرګي کې په شپږو تیل وړونکو او تجارتي بیړیو تر بریدونو وروسته په‌دې سیمه کې د تېل وړونکو بیړیو د امنیت ټينګښت ته پام ور اړول شوی.

امریکا او عربستان ایران تورنوي چې په دې بریدونو کې لاس لري.

ایران بیا دا تورونه رد کړي.