د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک ۳ سرتیري پیران‌شهر کې وژل شوي

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک درې سرتیري په لویدیځ ښار پیران‌شهر کې په ډزو وژل شوي دي.

د سپاه پاسداران ځواک د سې شنبې په ورځ په یو بیان کې وویل، درې سرتیري یې هغه مهال ووژل شول او یو بل ټپي شو چې «ترهګرو یې پر موټر ډزې وکړې»

د مهر نیمه دولتي خبري اژانس ویلي، کُردي ملېشو د ایران او عراق ترمنځ سرحدي ښار پیران‌شهر ته نژدې په یو کلي کې د سپاه پاسداران دا درې سرتیري وژلي.

دا سیمه پخوا هم د ایراني ځواکونو او کُردي ملېشو ترمنځ د نښتو شاهده وه.