په کابل کې د اداري فساد پرضد د اروپايي ټولنې کنفرانس

اروپايي ټولنه نن چهارشنبه په کابل کې د اداري فساد ضد پنځم کلنی کنفرانس جوړوي.

په کابل کې د اروپايي ټولنې پلاوي په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا کنفرانس به د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړ شي.

په خبرپاڼه کې په کابل کې د اروپايي ټولنې د سفیر پیري مایډون «Pierre Mayaudon» له خولې ویل شوي "په حکومتوالۍ، امانتدارۍ او حساب ورکولو پورې تړلي ټول مسایل د پوره پاملرنې وړ دي."

د نوموړي په وینا، سره له دې چې دا مسایل کړکېچ زیږونکي دي خو کم بحث پرې شوی دی.

ټاکل شوې چې د اداري فساد پرضد د اروپايي ټولنې په دې پنځم کلني کنفرانس کې به ولسمشر محمد اشرف غني، په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایډون، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو او د یو شمېر افغان ادارو مشران خبرې وکړې.

افغانستان د نړۍ له څو هغو هېوادونو څخه دی چې اداري فساد په‌کې تر نورو زیات دی.

نړیوال ټولنه په ځانګړي توګه د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه تل د افغانستان پر حکومت فشار راوړي چې د اداري فساد پر ضد پریکنده ګامونه واخلي.