د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو د څلورمې قطعې د ټولي قوماندان نن د سې شنبې په ورځ د ماين په چاودنه کې ووژل شو.
د خاکريز ولسوالۍ امنيه قوماندان نظر علي ازادي راډيو ته وويل چې احمد سرحدي نن تر غرمې مخکې د خاکريز ولسوالۍ په اروغ سيمه کې د سړک د غاړې ماين چاودنه کې ووژل شو او يو بل ملګری يې تپي شو.
د يادولو وړ ده چې د خاکريز په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عمليات د جوزا پر لومړۍ نېټه پيل شوي اوس هم جريان لري.
د دې چاودنې مسؤليت تر اوسه چا نهدی منلی.