افغان چارواکي وايي، د ارزګان په چهارچینو ولسوالۍ کې وسلهوالو طالبانو یوه پوسته سقوط کړې.
په یاده ولسوالۍ کې د ملي اردو د کنډک قوماندان کریم الله نن سې شنبه ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه وسلهوالو طالبانو د یادې ولسوالۍ د بازار په سیمه د ملي پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ چې پر مهال يې د ملي پولیسو یوه پوسته سقوط کړه.
نوموړی وايي، د یاد برید پر مهال یو پولیس هم وژل شوی.
خو د ملي اردو د کنډک قوماندان هغه راپور رد کړه چې ګنې یاده ولسوالۍ وسلهوالو طالبانو محاصره کړې.
نوموړی وايي، په یاده ولسوالۍ کې اوس وضیعت عادي او کومه ستونزه نشته.
بلخوا بیا د ارزګان ولایت امنیه قوماندان هم مني چې په یاده ولسوالۍ کې تېره شپه جګړه وه، خو کومې پوستې سقوط نه دی کړی.
وسلهوالو طالبانو تراوسه پهدې اړه څه نهدي ويلي.