د هلمند په مرکز لښکرګاه کې چاودنې يو کس وژلی

د افغانستان په نقشه کې د هلمند ولایت

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې چاودنې يو کس وژلی او دوه نور یې ټپيان کړي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک ازادي راډيو ته ويلي چې په‌دې چاودنه کې يو ډاکټر وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

چاودنه د ډاکټر په شخصي کتنځي کې شوې ده.

که څه هم عمر ځواک ونه ويل، خو ويل کېږي دغه ډاکټر چې عبدالقيوم ذکي نومېږي د لښکرګاه په مرکزي زندان کې د صحت د امر دنده درلودله.

چاودنه مازديګر‌ مهال شوې ده.

تر اوسه د دغه چاودني مسؤليت چا پر غاړه نه‌دی اخېستی.