چارواکي: فاریاب کې عملیاتو د یوه ازبکستاني په ګډون ۶طالبان وژلي

امنیتي چارواکي وایي، په فاریاب کې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د یوه ازبکستاني په ګډون د طالبانو شپږ وسله‌وال وژل شوي دي.

په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه عملیات تېره شپه د دې ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې ترسره شول.

دی وايي:"د دغو ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د ازبکستان یو تبعه او د طالبانو د ډلې پنځه ترهګر ووژل شول او د نبي‌الله په نوم د دې ډلې یو مهم قوماندان له یو شمېر وسلو او مهماتو سره ونیول شو."

رضایي وویل، پهدغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي خلکوته مرګ ژوبله نه‌ده اوښتې.

طالبانو تراوسه د دغو عملیاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

  • جوزجان

د یوه بل خبر له مخې د فاریاب د څنګلوري ولایت جوزجان کې په قرقین ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

د دې ولایت امنیه قوماندان عبدالواحد وجدان هم په سیمه کې د روانو جګړو خبره تأیید کړه، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې نور جزئیات ورنه‌کړل.

یو شمېر سیمه‌ییزو چارواکو د خپلو نومونو د نه په ډاګه کولو په شرط د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې که په‌دغه ولسوالۍ کې دېره امنیتي ځواکونو ته په دوه- درې ساعتونو کې مرسته ونه رسېږي، دغه ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته ولوېږي.

دغه راز دوی د دې ولایت د څو نورو مردیان، فیض اباد او مینګجیک ولسوالیو امنیتي وضعیت ناوړه بللی دی.