ترکیې د مشکوکو اړیکو په تور د پوځ د ۱۷۶ غړیو د نیولو امر کړی

ترکیې له یوې شبکې سره چې انقره یې د ۲۰۱۶ میلادي کال د ناکامې کودتا ترشاه لاس بولي، د مشکوکو اړیکو په تور د پوځ د ۱۷۶ غړیو د نیولو امر کړی دی.

د استانبول لوی څارنوالۍ نن سې شنبه په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې په دغو پوځیانو کې چې د نیولو امر یې صادر شوی، یو ډګروال، دوه ډګرمنان، پنځه جګړنان، ۷ تورنان او ۱۰۰ لومړي بریدمنان شامل دي.

د ترکیې د ولسمشر رجب طیپ اردوغان حکومت ادعا کوي چې په امریکا کې میشت مذهبي مشر فتح‌الله ګولن د ۲۰۱۶ میلادي کال د جولای د ۱۵مې د ناکامې کودتا اصلي طراح دی.

ګولین په دغه کودتا کې چې ۲۵۰ کسان په‌کې ووژل شول، خپل لاس لرل رد کړي دي.

انقرې له واشنګټنه په مکرر ډول د ګولن د ور سپارلو غوښتنه کړې، خو واشنګټن هغه رد کړې ده.

د دغې کودتا په تړاو وروستیو درې کلونو کې له ۷۷ زرو زیات کسان زنداني شوي او د ملکي خدماتو، د پوځ د پرسونل او نور شاوخوا ۱۵۰ زره کسان له کارونو ګوښه شوي یا یې دندې تعلیق شوي دي.