دا اوونۍ په نیمه نړۍ خپرونه کې پهدې موضوع غږیږو چې په افغانستان، یو شمېر نجونې د کور د اقتصادي وضعیت او یا د مور، پلار، خویندو اورووڼو د ساتنې له کبله تر ډېره د پلار په کور ناستې وي چې زیاتره وخت د واده کولو له حقه هم محرومې شي.
- خو دغه چاره د دغو نجونو په ژوند څه اغېز پرې باسي؟
- د دغه کار پایلې څه کیدی شي؟
- او که مور او پلار پالنې او ساتنې ته اړتیا لري، نو مناسبې د حل لارې یې کومې دي؟
په همدې اړه مو یو راپور برابر کړئ، د خپرونې په وروستۍ برخه کې د یوې افغانې حقوق پوه او د بشري حقونو له فعالې سره مرکه هم لرو.
جوړوونکې: فرشته غني
دا خپرونه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5