امریکا پر تایوان د پوځي تجهیزاتو د پلورلو معامله تصویب کړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چین له سخت اعتراض سره-سره پر تایوان د ۲.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو د پلورلو معامله تصویب کړه.

په‌دې معامله کې ۱۰۸ ابراهام ډوله ټانکونه، ۲۵۰ ستنګر دافع هوا توغندي او نور پوځي تجیزات شامل دي.

د بهرنیو چارو وزارت د امریکا کانګرس ته د دې وړاندیز په اړه خبر ورکړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په تېره جون میاشت کې له واشنګټنه وغوښتل چې تایوان ته د وسلو د ورکولو مخه ونیسي.

چین تایوان ته د خپل یوه یاغي ولایت په سترګه ګوري او هېڅکله یې په خپل قلمرو کې د هغه د شاملو لپاره له زوره د کار اخېستو احتمال نه‌دی رد کړی.

د تایوان د جمهوري ریاست دفتر د دې وسلو د پلورلو په خاطر د امریکا ډېره مننه کړې ده.