پکتیا او خوست کې د پیازو د ساتنې لپاره سل زېرمې خونې جوړېږي

په پکتیا او خوست ولایتونو کې د پیازو د ساتنې لپاره سل زیرمې خونې جوړېږي.

د پکتیا ولایت د سوداګرۍ خونې رئیس نصیر عالمیار ازادي راډيو ته وویل چې هره زېرمه به له پنځو څخه تر پنځلسو مټریک ټنو پورې د پيازو د ساتنې ظرفیت ولري.

د ښاغلي عالمیار په خبره، د پیازو د ساتنې دغه زیرمې د شپږو میاشتو په موده کې جوړېږي.

د نوموړي په خبره، د دغو زېرمو په جوړېدو سره به تر ډېره په يادو دواړو ولایتونو کې د پيازو د خرابوالي مخه ونیول شي.