ایران: په جعلي پلمو د تیلو د کښتۍ نیول به بې ځوابه پاتې نه‌شي

د ایران د وسله‌‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقري

د ایران د وسله‌‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقري وایي چې د بریتانیا د شاهي سمندري ځواک له‌خوا په جبل الطارق کې د تیلو د یوې ایرانۍ کښتۍ نیول کېدل به بې ځوابه پاتې نه‌شي.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس تسنیم د باقري له قوله وایي چې ویلي یې دي، په جعلي پلمو د ایران د تیلو د کښتۍ نیول به بې ځوابه پاتې نه‌شي او د اړتیا په صورت کې به تهران ورته مناسب ځواب ورکړي.

د بریتانیا شاهي سمندري ځواک د جولای په ۴ مه دغه کښتۍ د جبل الطارق په تنګي کې ونیوه او تور یې پورې کړ چې دې کښتۍ د اروپایي اتحادیې له بندیزونو په سرغړونه سوریې ته تیل لېږدول.

ایران سمدستي د دغې کښتۍ د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.