پوتین او اردوغان د «اس-۴۰۰» توغندیو پر مسئلې خبرې کړي

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر ټیليفون ترکیې ته د روسیې د هوایي مدافعې «اس-۴۰۰» توغندیو د سیستم د ورکولو پر مسئلې خبرې وکړې.

کرملېن ویلي، دغه معامله د عملي کېدو په حال کې ده او دواړو مشرانو وړمه ورځ پرې خبرې وکړې.

د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پوتین او اردوغان ترکیې ته د دغه سیستم پر لېږدولو هم خبرې وکړې، وویل چې طبعاً دوی دا موضوع هم یاده کړه او اوس دغه معامله د عملي کېدو د انتقال په مرحله کې ده.

له مسکو سره د انقرې دغه معامله د امریکا او ترکیې ترمنځ د راپورته شوي کړکېچ یو عمده ټکی بلل کېږي.

واشنګټن ویلي چې که انقره چې د ناټو غړې ده، له روسیې د «اس-۴۰۰» هوایي مدافعې توغندیو سیستم د جولای یعنې د روانې میلادي میاشتې تر ۳۱مې پورې لغوه نه‌کړي، نو نوې «اف-۳۵» جت جنګي الوتکې به پرې ونه‌پلوري.

واشنګټن دغه‌راز له انقرې غوښتي چې له روسیې د دغه سیستم پر ځای د امریکا د توغندیو پاترویټ سیستم وپېري.