په بدخشان کې د مسمومو زده‌کوونکو نجونو شمېر له سلو اوښتی

د بدخشان د نجونو په یوه ښوونځي کې د مسمومو شویو نجونو یو انځور

د بدخشان د نجونو په یوه ښوونځي کې د مسمومو شویو نجونو شمېر له سلو اوښتی دی.

دا پېښه دوه ورځې مخکې د دې ولایت د درایم ولسوالۍ د منجي سیمې په یوه ښوونځي کې شوې وه.

چارواکو ویلي چې لومړی لس زده‌کوونکې نجونې چې علت‌یې لا نه‌دی معلوم، مسمومې شوې وې چې وروسته‌یې شمېر ۱۲۵ ته ورسېد.

مسمومه شوې بي بي کو چې د یولسم ټولګي زده‌کوونکې ده، د پېښې په اړه ازادي راډیو ته وویل چې د سهار له‌خوا د عطر بوی په ښوونځي کې خپور شو.

دې وویل: "اول ژړا راتله بیا مو زړه درد کاوه، سر دردي او ځان دردي مو درلوده، لاس او پښې مو شخې شوې، نور نه‌پوهېدو چې څه وکړو."

د بدخشان د ښوونې ریاست هم پېښه تأیید کړې او د عامې روغتیا رئیس نور محمد خاوري ازادي راډیو ته وویل چې د معایناتو نتیجه ښیي چې دوی نه‌دي مسمومې شوي او جسمي کمزوري هم نه‌لري، بلکې ښایي علت‌یې روحي تشویش وي.

د هغه په وینا، ۷۵ نجونې چې مرکزي روغتون ته لېږدول شوي، اوس‌یې وضعیت ښه دی.