جوزجان کې له مازیګره تر سهار ۶ بجو د مخابراتي شبکو فعالیت بند وي

ارشیف، د فاریاب او جوزجان لار

په جوزجان ولایت کې د ټيلیفوني شبکو د فعالیت ټکني کېدو، خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ازادي راډیو د خبریال د راپور پر اساس له دوو شپو راهیسې په جوزجان ولایت کې د مازیګر له څلورو بجو د سهار تر شپږو پورې د ټولو مخابراتي شبکو فعالیت بند وي.

د شبرغان ښار یوه اوسېدونکي عبدالسلام وویل: "د ټيلیفوني شبکو له کبله د خلکو شکايت زيات شوى دى. که دکاندار دی، تجار دی یا څوک مریض لري یا بهر غږېږي ټول ستونزې لري. باید امنیتي چارواکي په‌دې رابطه جدي اقدام وکړي او د خلکو دا ستونزه حل شي."

د جوزجان ولایت چارواکو په‌دې اړه له خبرو کولو ډډه کړې ده.

د افغانستان د مخابراتي خدماتو د تنظيم یا اترا ادارې یوه چارواکي د نوم د نه‌اخیستلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي چې طالبانو ټولو مخابراتي شبکو ته ګواښ کړی چې له مازيګره تر سهاره خپل فعالیتونه بند کړي.

وسله‌والو طالبانو نه‌دي ویلي چې ولې یې دا ګواښ کړی، خو مخکې په ځینو نورو ولایتونو کې هم دې ډلې د شپې له‌خوا د مخابراتي شبکو پر فعالیتونو بندیزونه لګولي وو.