د امريکا متحده ايالاتو ويلي چې ايران به د ٢٠١٥ میلادي کال اټمي تړون له محدوديتونو هاخوا د خپل اټمي پروګرام د پر مخ بیولو له کبله له نورو بنديزونو سره مخامخ شي.
دا تړون چې د تهران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ لاسليک شوى و، واشنګټنيې ملاتړ نهکوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو پرون په ټويټر کې ليکلي: "د ايران لهخوا د اټمي پروګرام تازه پراختيا به د نورې انزوا او بنديزونو سبب شي."
پامپيو دا هم ليکلي: "دولتونه بايد خپل هغه اوږدمهالى معيار بېرته اعاده کړي چې د ايران د اټمي پروګرام لپاره د يورانيمو غني کول منع کوي."
د پامپيو په خبره: "د ايران رژيم چې په اټمي وسلو سمبال دى، نړۍ ته به نور هم لوى خطر پېښ کړي."
ويل شوي چې مايک پامپيو به د ايران د وروستي اعلان په اړه د امريکا پر ممکنه اقدام نن په بهرنيو چارو وزارت کې يوه کنفرانس ته نور جزئيات ورکړي.
د ايران يوه دولتي وياند علي ربيعي پرون په تهران کې خبريالانو ته وويل چې هېواد يې د يورانيمو د غني کولو له هغه حده واوښت چې په اټمي تړون کې ورته مشخص شوى و.
بلخوا د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف په ټويټر کې ليکلي، د تهران دا پرېکړه چې د يورانيمو غني کول به زياتوي، د هغه څه ځواب دى چې ده د امريکا "اقتصادي ترورېزم" وباله.
د ده اشاره هغو بنديزونو ته وه چې واشنګتن له اټمي تړونه په يو اړخیز ډول تر وتلو وروسته بېرته پر ايران لګولي دي.