جرمني کې د دوهمې نړيوالې جګړې د وخت بم شنډ کړای شو

په جرمني کې د دوهمې نړیوالې جګړې د وخت یو ناچاوده ۵۰۰ کیلويي بم چې د فرانفکورت په مرکزي برخه کې موندل شوى و، په بریالۍ توګه شنډ کړای شو.

د جرمني د مهماتو پاکولو د خدماتو ادارې یوه ویاند پرون ویلي چې د دغه بم د شنډولو پروسه په ارامۍ مخته لاړه.

له دوهمې نړیوالې جګړې پاتې دا ناچاوده بم چې د امریکا ساخت دى، لس ورځې مخکې په فرانکفورت کې د اروپا د مرکزي بانک د ودانۍ د بیارغونې پر وخت موندل شوی و.

د دغه بم د شنډولو پر وخت شاوخوا ١٦٥٠٠ کسان له سیمې وایستل شول.