اروپايي ټولنې يو وار بيا په منځنۍ اسيا کې د ډموکراتيکو بدلونونو غوښتنه وکړه.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشرې فيدريکا موګريني وويل، په سيمه کې د اصلاحاتو عملي کېدل يوه اوږده او کله نا کله دردوونکې پروسه ده.
موګريني دا خبره ترکمنستان او قرغزستان ته د خپل دوه ورځني سفر په پاى کې له ازادي راډيو سره نن په يوه ځانګړې مرکه کې وکړه.
هغې ويلي، اروپايي ټولنه له دغو هېوادونو سره د اصلاحاتو او بدلونونو په برخه کې همکاري کوي.