ايران اټمي تړون کې له ټاکلي حده د خپلو يورانيمو غني کول اړولي

ايران اعلان کړى چې د ٢٠١٥میلادي کال په اټمي تړون کې له ټاکل شوي حد څخه يې د خپلو يورانيمو غني کول اړولي دي.

دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې د امريکا د متحدو ايالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېرکال په يو اړخېز ډول له دغه تړونه د واشنګټن د وتلو او پر ايران د سختو بنديزونو د بيا لګولو اعلان وکړ.

د ايران د دولت وياند علي ربيعي نن په تهران کې خبريالانو ته وويل: نن به موږ د يورانيمو غني کول د ٣ اعشاريه اووه شپېته فيصدو له حده واوړو او د غلظت اندازه به يې هم زموږ د اړتيا پر اساس ټاکل کېږي.

بل‌خوا د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال عباس عراقچي خبريالانو ته وويل، ايران په اټمي تړون کې له خپلو تعهداتو لېرې کېدو ته دوام ورکوي:"د ايران اسلامي جمهوريت د تعهداتو د کمېدو بهير، دقيقاً د تړون د خونديتوب لپاره د ايران يو حرکت دى، نه د تړون د له‌منځه وړلو لپاره. که د تړون نور مشترکين ونه توانېږي خپلې ژمنې پرځاى کړي، دغه بهير به ښايي په تړون کې زموږ د حضور د پاى ته رسېدو سبب شي."

د اټمي تړون نور لاسليک کوونکي بريتانيا، چين، جرمني، فرانسه او روسيه دي.

تردې يوه ورځ مخکې د فرانسې ولسمشر ايمانوئل مکرون له خپل ايراني سيال حسن روحاني سره ټیليفوني خبرې وکړې، ده ويلي چې هڅه کوي د ايران او غربي شريکانو ترمنځ د ډيالوګ د دوام لارې چارې پيدا کړي.