د کانونو او پټرولیم وزارت د وسپنې یو شمېر کانونه داوطلبۍ ته سپاري

ارشیف، په افغانستان کې د وسپنې د ویلي کولو د یوې فابریکې انځور

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د وسپنې یو شمېر کانونه داوطلبۍ ته سپاري.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې تړاو په پنجشېر ولایت کې سروې پیل شوې ده.

ده وویل: د دې سروې هدف دا دی څو هغه کمپنۍ او فابریکې ته چې دننه په هېواد کې د وسپنې ویلې کولو په برخه کې کار کوي، خام مواد برابر شي.

د نوموړي په خبره، په ‌دغه ولایت کې به د کانونو په برخه کې پانګونه زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره او د هېواد اقتصاد به پیاوړی کړي.