د سوداګرۍ او صنایعو خونه: د تورخم دروازې مامورینو کار بندیز وکړ

ارشیف، د تورخم یو انځور

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د تورخم دروازې مامورینو کار بندیز اعلان کړی دی.

د دې خونې ویاند جان اقا نويد نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه کار بندیز وروسته له هغه کېږي چې پاکستان د تورخم له لارې پر سوداګریزو موادو تعرفه لوړه کړه.

ده وویل: د دواړو لوریو سوداګرو له دې امله کار بندیز کړی چې خدمات ډېر کمزوري دي، همدارنګه د تعرفو لوړېدل بله ستونزه ده.

نوموړي وویل، که چېرې دا کار بندیز دوام وکړي، سوداګرو ته به ډېر اقتصادي زیانونه واوړي.