زلمي خلیل‌زاد په دوحه کې له یو شمېر افغان مېرمنو سره وکتل

زلمی خلیل‌زاد په دوحه کې له یو شمېر افغان مېرمنو سره. July 6 2019

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد پرون شنبه ماښام دوحه کې یو شمېر افغان مېرمنو ته د طالبانو سره د خپلو خبرو په اړه معلومات ورکړي.

دا مېرمنې له کابل څخه د دوحې په بین‌الافغاني خبرو کې د ګډون لپاره د تللي پلاوي کې شاملې دي.

ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټویټر له دې افغان مېرمنو سره خپله لیدنه ستایلې او ویلي یې دي، د دوی لید لوری د افغانستان د سولې لپاره چې نوموړې له خپل ځان سره سوله بللې او داسې یو حکومت ته د لارې د هوارولو په برخه کې چې توکه‌میز او جنسي توپیر ته له پام پرته د افغانانو حقونو وساتي مهم دی.

دوحې ته له تللو افغان مېرمنو له ډلې اصیلا وردګ پر خپل ټویټرلیکلي چې زلمي خلیل‌زاد افغان ښځو ته په‌دې لیدنه کې د هغو پرمختګونو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل چې له طالبانو سره په وروستۍ خبرو کې شوې دي.

همدارنګه د دوحې د بین الافغاني خبرو یوې بلې ګډونوالې ماري اکرمي پر خپل ټویټر لیکلي چې تېرماښام یې په دوحه کې له طالب استازو، له کابله څخه تللیو افغانانو او جرمني پلاوي سره چې د قطر د خبرو کوربه‌توب کوي، رسمي ماښامنۍ درلوده.

نوموړې هیله څرګنده کړې چې وبه توانېږي څو د افغانستان لپاره سولې، یو والي او تفاهم ته لاره هواره کړي.