چارواکي: بلخ کې د طالبانو یو سرګروپ له ملګرو سره وژل شوی

ارشیف، په پکتیا کې یو طالب قوماندان

افغان چارواکي وايي چې په بلخ ولایت کې د طالبانو یو سرګروپ له خپلو شپږو ملګرو سره د یوه ماین د ځای پرځای کولو پرمهال وژل شوی دی.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي پرون شنبې ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه د چاربولک ولسوالۍ په ارزنکار کلي کې شوې ده.

دی وايي: "پر تروریستو طالبانو خپل ماین چاوېدلی چې په نتیجه کې د ملا متوکل په نوم د طالبانو یو سرګروپ له خپلو شپږو کسانو سره د چاربولک ولسوالۍ په ارزنکار کلي کې وژل شوی دی. "

ښاغلی رضايي وايي، طالبانو غوښتل دا ماین د افغان ځواکونو د تګ راتګ پر لاره ښخ کړي.

بلخ د شمال له نسبتاً آرامو لایتونو څخه دی، خو په څېرمه ولایتونو- جوزجان، سرپل او فاریاب کې د پسرلي له پیل راهیسې سختې جګړې روانې دي.