د امریکا د فلوریډا ایالت په جنوب کې د پیزې په یوه رسټورانټ کې یوې چاودنې له شلو زیات کسان ټپیان کړي دي.
دا چاودنه د فورت لاوډیر ډېل "Fort Lauderdale" سیمې د جنوب په هغه واټ کې شوې چې ډېره ګڼه ګوڼه پهکې وي او په نتیجه کې رسټورانټ ویجاړ شوی او څېرمه دوکانونه او موټر زیانمن شوي.
که څه هم د اطفایيې مامورینو ویلي چې د پېښې په ځای کې یې د ګاز چاودلي پایپونه موندلي، خو چارواکي وايي، د پېښې د عواملو په اړه پرېکړه تراوسه له وخته مخکې ده.
د سیمې د پولیسو یوې افسرې جسیکا راین"Jesica Ryan" ویلي چې په چاودنه کې لږترلږه ۲۱ کسان برسېرن ټپیان شوي دي.