اروپايي ټولنې له ترکمن چارواکو سره دوه اړخېزه موافقه لاسلیک کړه

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره فډریکا موګیریني د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې د ترکمنستان له چارواکو سره په کتنه کې یوه دوه اړخیزه موافقه لاسلیک کړې.

فډریکا موګیریني پرون- د جولای په شپږمه نېټه د ترکمنستان پلازمېنې عشق‌اباد ته ورسېده او دا موافقه یې د بهرنیو چارو له وزیر رشید مریدوف سره د کتنې پرمهال لاسلیک کړه.

د دې موافقې له مخې به اروپايي ټولنه د سېپټمبر میاشتې له پیل سره سم په عشق‌اباد کې خبله رسمي څانګه پرانېزي.

دې ټولنې تراوسه هلته یوازې د اړیکو یو دفتر درلود.

د بشري حقونو ډلو مخکې له مخکې له مېرمن موګریني غوښتي دي چې د بشري حقونو د ښه کولو په برخه کې د ترکمنستان پر چارواکو فشار زیات کړي.

د ترکمنستان حکومت د نړۍ د ډېرو ځپونکو حکومتونو له ډلې شمېرل کېږي.