چارواکي: د سرپل په سانچارک کې د طالبانو یو برید په شا تمبول شوی

د سرپل پا سانچارک کې افغان ځواکونه

په سرپل کې چارواکي وايي، دغلته یې د سانچارک ولسوالۍ پر یوه کلي د طالبانو برید په شا تمبولی دی.

د سانچارک ولسوال نقیب الله دقیق نن سهار ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو له څلورو خواو د اب کلان پر کلي بریدونه پیل کړل.

د سانچارک د ولسوال په وینا، دې جګړې د شپې له پیله تر سهاره دوام وکړ چې په کې یو سیمه ییز پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د نوموړي په وینا، طالبانو غوښتل د اب کلان کلی ونیسي، خو د امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو مقاومت په شا تمبولي دي.

د نقیب الله دقیق په وینا، د سانچارک د اب کلان کلی له درې کلونو راهیسې د طالبانو محاصره کې دی او خلک یې له ډېرو سختو او غرنیو لارو څخه تګ راتګ کوي.