د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشره نن ترکمنستان ته ځي

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشره فیدریګا موګریني

ټاکل شوې چې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشره فیدریګا موګریني نن ترکمنستان ته ورسېږي.

دا به منځنۍ اسیا ته د نوموړې د دوه ورځني سفر لومړی پړاو وي.

نوموړې په داسې حال کې دې سیمې ته سفر کوي چې د بشري حقونو فعالانو ترې غوښتي څو په سیمه کې د بشري حقونو ناوړه وضعیت د سیمې د هېوادونو له مشرانو سره یاد کړي.

د اروپايي ټولنې د رسمي ویبپاڼې په وینا، په عشق اباد کې به فیدریکا موګریني د پارلمان له مشرې ګلشات محمدوا په شمول له ترکمن چارواکو سره وګوري او دغلته به د اروپايي ټولنې د هیئت د دفتر د پرانیستي مراسمو کې ګډون وکړي.

موګریني به له دې وروسته د قرغزستان پلازمېنې بیشکېک ته ولاړه شي، چېرې چې به نوموړې په سیمه کې له خپلو پنځو سیالانو سره وګوري او د یکشنبې په ورځ به اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا په فورم کې وینا وکړي.

سیمې ته د مېرمن موګریني تر سفر مخکې د بشري حقونو فعالانو پر نوموړې ټینګار کړی چې د سفر پر مهال دې په سیمه کې د بشري حقونو پر تبلیغولو تمرکز وکړي.

د بشري حقونو ډلې په دې سیمه کې چارواکي د منتقدانو په ځپلو او خاموشه کولو ملامتوي.