چارواکي: غزني کې د طالبانو د ۲ ولسوالانو په ګډون ۱۱ طالبان وژل شوي

د غزني د ښار یو انځور

په غزني کې چارواکي وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزني ولایت جغتو او خواجه عمري ولسوالیو ته د طالبانو د تش په نامه ولسوالانو په ګډون ۱۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري په دې اړه رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي، د غزني ولایت په مرکز، قره باغ، اندړ او مقر ولسوالیو کې درې هوايي بریدونه شوي او یو ځای وسله واله نښته شوې ده.

ده وویل: په دې پېښو کې د طالبانو د دوو تش په نامه ولسوالانو په شمول ۱۱ وسله وال وژل شوي، په وژل شویو کې جغتو ولسوالۍ ته د طالبانو تش په نامه ولسوال عبدالخالق مشهور په ابو محمد او خواجه عمري ولسوالۍ ته د طالبانو تش په نامه ولسوال ملا منیر شامل دي.

د ښاغلي نوري په وینا، د جمعې په ورځ د غزني ولایت په اندړو او قره باغ ولسوالیو کې د هوایي بریدونو او د مقر ولسوالۍ په میرزاخېلو کلي کې د وسله والې نښتې په ترڅ کې ۹ تنه نور وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

تر دې مخکې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې په غزني کې تېر ماښام په یوه جومات کې د ايښودل شوي ماین چاودنې يو تن وژلی او ٢٠ تنه نور یې ټپيان کړي دي.

د دې وزارت ویاند نصرت رحیمي د دې ماین ځای پر ځای کول د افراطي وسله والو کار بللی دی.

د سيمې اوسېدونکي وايي، په دې چاودنه کې ٢ تنه وژل شوي او ٢٧ نور ټپيان شوي دي.

د دې پېښې مسؤليت تر اوسه چا نه دى منلى.

وسله والو طالبانو د غزني د دې پېښو په اړه په مشخصه توګه څه نه دي ویلي، خو د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د جمعې د ورځې راهيسې یې په ۱۹ ولایتونو کې پر حکومتي اهدافو تر ۵۱ پورې کوچني او لوی بریدونه کړي او په وینا یې چې لسګونو افغان امنیتي سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.