د غزني ولايت مرکز ته څېرمه تېر ماښام په یوه جومات کې چاودنې ۲۱ تنه ټپیان کړل.
د والي ویاند محمد عارف نوري تر پېښې وروسته ازادي راډیو ته وویل: د خاک غريبان سيمې په مسجد کې چاودنه شوې چې په نتيجه کې يې ٢١ تنه ټپيان شوي، په ټپيانو کې د درېيو کسانو وضعيت خراب و چې د ښې درملنې لپاره مرکز کابل ته لېږدول شوي او پاتې ټپيان په غزني کې تداوي کېږي، ممکن د ټپيانو شمېر تر دې هم زيات وي.
بل خوا د غزني د ملکي روغتون رئیس ډاکټر باز محمد همت تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، له دغې پېښې څخه تر اوسه پورې یو تن وژل شوی او ۲۰ ټپیان د دوی روغتون ته وروړل شوي دي.
خو د سیمې خلک بیا وايي، په برید کې ۲۷ تنه ټپیان دي او دوه تنه وژل شوي دي.
د پېښې پړه تر اوسه پورې چا پر غاړه نه ده اخیستې.