د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له خبریالانو سره د پولیسو بد چلند غندلی

ارشیف، ځيني افغان خبریالان

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د افغان – ترک ښوونځیو د زده کوونکو د اعتراضونو پر مهال له خبریالانو سره د پولیسو بد چلند غندلی دی.

د دې کمېټې رئیس نجیب شریفي پرون ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې د پولیسو چلند ټکان ورکوونکی وباله.

ده وویل: موږ دا مسئله تعقیبوو او له کورنیو چارو وزارت سره مو اړیکه نیولې، هغوی ډاډ راکړی چې یو کمېسیون په دې اړه موظف شوی او موضوع څېړي، دا یې هم وویل چې د دې کار عاملین نیول شوي او تحقیقات روان دي.

د رپوټونو په اساس، پرون یوه ډله خبریالان او د افغان – ترک ښوونځیو د زده کوونکو د اعتراض د خبري پوښښ پر مهال د پولیسو له بد چلند سره مخ شوي او ان وهل شوي دي.

د افغان – ترک ښوونځي زده کوونکي د ترکیې د پوهنې بنسټ ته د دغو ښوونځیو د ادارې د انتقال پر ضد له ډېره وخته اعتراض لري.

اخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د کابل د امنیې قوماندانۍ دوه منسوبین د خبریالانو د وهلو ټکولو په خاطر بندیان شوي دي.