پولنډ یو کس روسیې ته د جاسوسۍ په تور ۳ کاله بندي کړ

د پولنډ بیرغ

یوې پولنډۍ محکمې د حکومت یو مخکنی مامور د روسیې پوځي استخباراتو ته د انرژۍ د برخې د مهمو اسنادو د لېږد په جرم په بند محکوم کړی دی.

د وارسا محکمې دا کس مارک یاد کړی او د پرون ورځې د محاکمې پر مهال یې په درېیو کلونو بند محکوم کړی دی.

د محکمې اسنادو وښوده چې محکوم شوي کس چې د پولنډ د اقتصاد وزارت ته یې کار کاوه، په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې یې د روسیې د پوځي استخباراتو د انرژۍ برخې ته ځیني مهم اسناد ورکړي.

د نیول کېدو په وخت دغه کس مسکو ته خبر ور رسولی و چې پولنډ غواړي په روسیې باندې د ګازو اتکا ختمه کړي.

نور مهم معلومات چې ویل کېږي، ده روسیې ته ورکړي هغه لوېدیځې اروپا ته تر اوبو لاندې د روسیې د ګازو د انتقال د پایپ لاین نارډ سټریم دوه په وړاندې د پولنډ د مخالفت هڅه وه.

روسیې په دې اړه تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې.