پوتین هیله کړې چې ایټالیا به اروپايي ټولنه د پالېسۍ نرمولو ته وهڅوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، هیله مند دی چې د ایټالیا د حکومت مشرتابه، اروپايي ټولنه پر روسیې د بندیزونو په برخه کې د خپلې پالېسۍ نرمولو ته وهڅوي.

پوتین پرون پنجشنبه روم ته د یو ورځني سفر پرمهال په یوه خبري کنفرانس کې وویل، روسیه هیله لري چې ایټالیا به پرله پسې او په واضح ډول له روسیې سره د اړیکو د ښه کولو په اړه خپل دریځ روښانه کړي.

پوتین د ایټالیا له صدراعظم جوسیپې کونتې، ولسمشر سیرجو ماتارېلا او د نړۍ د کاتولیکانو له مشر پاپ فرانسس سره تر کتنو وروسته وویل، روسیه ویني چې ایټالیا د روسیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ترینګلو اړیکو د ښه کولو هڅه کوي، خو په دې هم پوهېږي چې ځیني اروپايي هېوادونه د دې هڅو مخه نیسي.

د ایټالیا پاپولست صدراعظم کونټې وویل، دواړه لوري باید د دوه اړخیز باور د رامنځ ته کولو لپاره شرایط برابر کړي.