په نيمروز کې لسګونه کيلوګرامه نشه يي او کېمياوي مواد ونيول شول

ارشیف، په نیمروز کې د نیول شویو نشه یي توکو یو انځور

د نيمروز ولايت پوليسو په يوه کور کې لسګونه کيلوګرامه نشه يي او کېمياوي مواد ونيول.

د نيمروز ولايت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولايت پولیسو د سرطان د مياشتې په نهمه نېټه په کنګ ولسوالۍ کې پر يوه کور چاپه ووهله چې په نتيجه کې يې ۲۴۴ کيلوګرامه تارياک او نهه کيلوګرامه هغه کېمياوي مواد هم ونيول شول چې د هېروينو په جوړولو کې کار ځنې اخیستل کېده.

تر دې مهاله د دې موادو د ساتلو په تور څوک نه دي نيول شوي.