د خواجه سبزپوش ولسوالۍ پر بازار د هاوان لګېدو ۹ تنه وژلي

د فاریاب د سبزپوش ولسوالۍ د پېښې د ټپیانو یو انځور

د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په ګنج بازار کې د هاوان د دوو مرمیو د راپرېوتو په پېښه کې نهه کسان مړه شوي او له دېرشو زیات نور ټپیان دي.

د فاریاب د امنیي قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ازادِ راډیو ته وویل چې دا هاوانونه طالبانو ویشتلي او زیاته یې کړه: د هاوان دوه مرمۍ د خواجه سبزپوش په ګنج بازار یا مال بازار کې ولګېدې، په سر کې څلور هېوادوال چې ټول ملکي وګړي وو، شهیدان شول او څو شېبې مخکې مو خبر ترلاسه کړ چې پنځه نور ټپیان په روغتون کې مړه شوي، د شهیدانو مجموعي شمېر نهه او د ټپیانو شمېر له ۳۱ تر ۳۲ تنو پورې رسېږي.

ښاغلی یورش زیاتوي چې طالبانو د خواجه سبزپوش ولسوالۍ پر مرکز هم څو توغندي ویشتلي دي.

طالبانو ویلي دي چې د خواجه سبزپوش ولسوالۍ پر مرکز هاوانونه دوی نه دي ویشتلي.