امریکا د بریتانیا له خوا د ایران د یوې بېړۍ د نیولو هر کلی کړی

د امریکا بیرغ

د امریکا متحده ایالتونو د جبل الطارق په ابنا کې د بریتانیا له خوا د ایران د یوې تېل وړونکې بېړۍ د نیول کېدو هر کلی کړی او دا یې یو ښه خبر بللی دی.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د جولای په څلورمه نېټه پر خپل ټوېټر لیکلي: امریکا او متحدان به یې د تهران او دمشق ترمنځ د تېلو د ممنوع سوداګرۍ مخنیوي ته دوام ورکړي.

د جبل الطارق حکومت چې د بریتانیا اړوند دی، ویلي یې دي چې د بریتانیا شاهي سمندري سرتېري د پنجشنبې په ورځ د (ګریس ۱) په نوم دې کښتۍ ته ننوتل او هغه یې ودروله.

د جبل الطارق د حکومت د بیان پر بنسټ، داسې ښکاري چې دې کښتۍ د ایران خام تېل په سوریه کې د بانیاس د تېلو تصفیه خانې ته انتقالول.

دا تصفیه خانه د اروپايي ټولنې په بندیزونو کې شامله ده.

دا په داسې حال کې ده چې ایران د خپلې دې کښتۍ نیول کېدل غیر قانوني بللي او د بریتانیا پر دې اقدام یې اعتراض کړی دی.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرانا د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند عباس موسوي له خولې ویلي چې د پنجشنبۍ په ورځ په تهران کې د بریتانیا سفیر له همدې کبله د اعتراض په توګه احضار شوی و.