ټرمپ د امریکا د ازادۍ د ورځې په مناسبت د امریکا د اردو ستاینه کړې

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې هېواد د ازادۍ د ورځې په مناسبت په وینا کې د امریکا د اردو ستاینه کړې.

منتقدان یې وايي چې نوموړي د دې بې طرفه مناسبت په سیاسي او نظامي کولو په امریکا کې د څو لسیزو سنتي اصول مات کړي دي.

د جولای په څلورمه نېټه د ولسمشر وینا د ابراهم لینکلن له ۹۷ کلن یاد څلي بهر د الوتکو له الوتنو او نظامي رسم ګذشت سره یو ځای وه.

د ولسمشر ټرمپ پلویانو نوموړی د امریکا د پوځي ځواک د نمانځلو په خاطر ستایلی دی، خو یو شمېر اعتراض کوونکو بیا پر ولسمشر ټرمپ له دې کبله انتقاد کاوه چې ځان یې د خپلواکۍ د هغه جشن په مرکز کې ځای کړی چې یووالي ته ځانګړی شوی دی.

د امریکا ډموکراټ ګوند د ولسمشر ټرمپ له خوا د خپلواکۍ د ورځې دا ډول نمانځل انتخاباتي لاریون بللی دی.

هاري ټرومن د امریکا وروستی ولسمشر و چې اووه لسیزې مخکې د امریکا د خپلواکۍ د 175 یمې کلیزې په مناسبت د خلکو یوې غونډې ته وینا کړې وه.