په ننګرهار کې زرګونه بېځایه شوې کورنۍ بېرته اصلي مېنو ته ستنېږي

په ننګرهار کې یوه کډواله کورنۍ

په ننګرهار کې زرګونه بېځایه شوې کورنۍ بېرته اصلي مېنو ته ستنېږي.

دا خبره د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي تېر ماښام ازادي راډیو ته وکړه او ویې ویل چې شااوخوا ۱۴ زره کورنۍ چې د امنیتي ګواښونو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړشوې وې، اوس غواړي چې بېرته خپلو سیمو ته ستنې شي او دغه لړۍ پرون پیل شوه.

ده وویل: څوارلس زره کورنیو لېوالتیا ښودلې چې خپلو سیمو ته ستنې شي، دوه زره او پنځه کورنۍ چې د کوټ، بټي کوټ، شینوارو او مومندرې ولسوالیو اصلي هستوګن دي او د ښار او نږدې ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د نا امنۍ له امله را بېځایه شوي و، دوی خپلو سیمو ته ستنېدل پیل کړل.

د خوګیاڼي په خبره، په دغو ولسوالیو کې امنیتي وضعیت اوس ښه شوی دی.

د اسلامي دولت ډله یا داعش او وسله وال طالبان دواړه په ننګرهار کې فعال دي.

د ننګرهار د والي ویاند وایي، هرې کورنۍ ته د دې ولایت د کډوالو ریاست شل زره افغانۍ د مرستې په توګه ورکوي.