ملګري ملتونه: په ونزویلا کې په یونیم کال کې نږدې ۷ زره کسان وژل شوي

د ونزویلا پولیس

ملګري ملتونه وایي چې په ونزویلا کې په تېر یونیم کال کې د امنیتي عملیاتو په ترڅ کې نږدې اووه زره کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې خبرداری ورکړل شوی چې ډېرې دغه وژنې اعدامونو ته ورته دي.

په رپوټ کې ویل شوي چې خلک نیول شوي، وېشتل شوي او د جرمونو صحنې په لاس داسې جوړې شوي چې وښيي چې دوی له پولیسو سره مقاومت کاوه.

په رپوټ کې د امنیتي ځواکونو له خوا له محاکمو پرته د ترسره شویو وژنو ادعا ډېره ټکان ورکوونکې بلل شوې ده.

رپوټ په ونزیویلا کې پر سیاست ټولنې، مدني ټولنې او اقتصادي حقونو دا سخت تېری بللی او د ونزویلا له چارواکو یې د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

د ونزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو ادارې تر اوسه د دغه رپوټ په اړه رسمي عکس العمل نه دی ښودلی.

نوموړی چې په ۲۰۱۳ کال واک ته رسېدلی او د تېر کال له جنجالي انتخاباتو وروسته یې په جنوري کې د دوهم ځل لپاره د ولسمشر په توګه لوړه کړې، په هېواد کې له پراخو اعتراضونو سره مخامخ دی.

ونزویلا وروسته له هغې لا له سیاسي بحران سره مخامخ شوه چې د اپوزیسیون مشر خوان ګوایدو په خپله ځان ولسمشر اعلان کړ.