په جوزجان کې سلګونو کارګرانو لاریون کړی او یو شمېر ښځینه کارګرانو خپلې خولې هم تړلي دي.
دوی پهدې وروستیو کې له دندو ګوښه شوي وو او غواړي بیرته پر دندو وګومارل شي.
دغو کارګرانو ويلي چې د نامعلومو دلایلو پر اساس ۵۲۰ کارګران له دندو ګوښه شوي دي او د معادن او صنایع وزارت له خوا له تنقیص سره مخامخ شوي دي.
له لاریون کوونکو څخه یوه تن داسې وويل:" موږ خپل حق غواړو که په یوه دوو ورځو کې زموږ ستونزو ته لاسرسی ونهشي، موږ د لويې لارې په ګډون ټولې دولتي دروازې تړو او حکومت به بیا د شکایت حق نهلري."
پهدې حال کې د جوزجان د ولایتي شورا رئیس مولوي عبدالحی حیات وايي چې دا موضوع یې له ځايي او مرکزي چارواکو سره شریکه کړې ده او ستونزه به ډېره ژر حل شي.