د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د رأیو ورکوونکو د تقویتي نوم ثبتولو په بهیر کې يې ډېر لږ شکایتونه او اعتراضونه ثبت کړي دي.
د دغه کمېسیون ویاند محمد قاسم الیاسي ازادي راډیو ته وویل، د دې کار دلیل د انتخاباتو له پروسې سره د خلکو نه لېوالتیا ده.
خو د انتخاباتو یو شمېر څارونکي بنسټونه وايي، د انتخاباتي کمېسیونونو ناسم مدیریت لامل شوی چې پهدغه پروسه او په تېره د نوم ثبتولو په بهیر کې د خلکو ګډون اغیزمن شي.
تفصیل، د خان محمد سیند په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5