ایران د یورانیمو د بډایه کولو ګواښ کړی

د ایران ولسمشر حسن روحاني

ایران د یورانیمو د بډایه کولو ګواښ کړی او دې کار امریکا سخته پارولې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته ګواښ کړی چې د یورانیمو د بډایه کولو تهدید به یې په زیان تمام شي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون ویلي و تر هرې اندازې چې اړتیا لري یورانیم به بډایه کوي.

ولسمشر ټرمپ بیا په ټویټ باندې ایران ته خبرداری ورکړی دی.

ده پر ټويټر لیکلي دي: "ایران تازه ګواښ کړی. روحاني ویلي «په هره اندازه چې وغواړي» یورانیم غني کوي که د کومې نوې موافقې خبره تر منځ نه‌وي. ایرانه خپلو ګواښونو ته پام کوه. ځینې وخت بېرته درګرځي داسې خوله به در واچوي چې هیچا ته به نه وي اچول شوي."

ایران د نړۍ له اټمي قدرتونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون پر اساس تر یوې ټاکلې اندازې زیات یورانیم نه‌شي غني کولای خو اوس د دې ژمنو په ماتولو تورن دی.

روحاني پرون د دې تر څنګ چې امریکا او اروپا خبرو ته ور وبلل، تهديد هم وکړ چې یورانیم به تر هغې اندازې چې ایران اړتيا ولري- بډایه کړي.

بډایه یورانیم د اټمي بمونو په جوړولو کې کاریږي او د امریکا په ګډون نړیوال قدرتونو ویلي چې ایران به اټمي وسلو ته پرینه‌ږدي.