چارواکي وايي، د خېبر پښتونخوا په تربیلا جهیل کې یوه کښتۍ ډوبه شوې چې په نتیجه کې یې تر دې دمه لږ تر لږه ۴ کسان مړه شوي دي او ګڼ شمېر نور ورک دي.
پاکستاني رسنۍ د خېبر پښتونخوا د هربپور سیمې د سیمهییزو چارواکو په حواله وايي، دا پېښه د چهارشنبې په ورځ نژدې یوه بجه شوې ده.
رسنۍ د هریپور د چارواکو په حواله ویلي:"لومړني معلومات ښيې چې یوه کښتۍ کې له پنځه دېرشو تر څلوېښتو کسانو پورې ناست وو چې له کالا ډاکه سیمې هریپور ته روانه وه او د برګ سیمې ته له رسېدا سرم سم د اوبو د تېزو څپو له امله واوښته."
د عبدالرشید په نامه یوه ځايي چارواکي له رسنیو سره په خبرو کې پخلی کړی چې تردې دمه یې د ۳ ماشومانو او ۱ ښځې مړي راویستلي دي، ۱۵ کسان یې له ډوبېدو ژغورلي او د نورو ورکو شویو کسانو د موندلو لپاره یې هلې ځلې روانې دي.
د راپورونو له مخې، د ډوبېدو پر مهال کښتۍ کې ښځې او ماشومان هم وو.
چارواکي وايي، د کښتۍ ډوبېدو سیمه غرنۍ ده چې د ورتلو لاره یې ستغه او ستونزمنه ده او د کښتۍ د ډوبېدو ځای ته رسېدا او خلکو ژغورل ښايي وخت واخلي.
د پاکستاني رسنیو راپورونو کې ویل شوي چې د پوځ مرستندویه ډلې د هلیکوپټرو له لارې د پېښې ځای ته استول شوي او همدا ډول له مردان او نوښار څخه هم لامبوزنان د مرستې لپاره ورغوښتل شوي دي.