د ملي اردو مسؤلين وايي، د پکتيکا ولايت په ناامنو سيمو کې به پوځي عمليات وشي.
پرون د چهارشنبې په ورځ د ٢٠٣م تندر قول اردو قوماندان جنرال خان الله شجاع او په جنوب ختيځ زون کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان بريد جنرال کېوين ډي «Brig. Gen. Kevin D» پکتيکا ولايت ته سفر وکړ.
د پکتيکا د والي وياند زيار خان ياد پرون د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان د نويو پوځي عملياتو د پيل خبر ورکړ:"د تندر قول اردو قوماندان ډاډ ورکړ چې د لويو لارو د امنيت تر څنګ به په هغو سيمو کې چې نسبتاً پهکې امنيت ښه نهدى او د خلکو د ډاډمن ژوند لپاره هم، پر ځينو ځانګړو عملياتو کار کوي چې په بېلابېلو سيمو کې به ترسره شي. د بهرنيو ځواکونو قوماندان هم د افغان ځواکونو د پياوړتيا او تجهيز په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ."
د پکتيکا چارواکي وايي، په وروستيو کې په ځينو سيمو کې د دولت د وسلهوالو مخالفانو پرضد يې پوځي عمليات ګټور تمام شوي دي.
د پکتيکا اوسېدونکي شکايت لري چې د لويو لارو په اوږدو کې وخت ناوخت د ناامنيو پېښې کېږي.