کورنيو چارو وزارت: کابل کې يو ځانمرګى هدف ته تر رسېدو مخکې ونيول شو

ارشیف، کابل کې یو تن نیول شوی انتحاري حمله کوونکی

د کورنيو چارو وزارت وايي، تېره شپه په کابل کې يو ځانمرګى بريدکوونکى هدف ته تر رسېدو مخکې ونيول شو.

د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي په ټويټر کې ليکلي چې دغه حمله کوونکي غوښتل په کابل کې زنبق څلورلارې ته نږدې د معترضو وکيلانو خيمه په نښه کړي.

ښاغلي رحيمي ليکلي، دغه مشکوک حمله کوونکى په ټپي حالت کې نيول شوى دى.

د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو ځينې بې نتيجې اعلان شويو کانديدانو له څو اوونيو راهيسې د تحصن خېمې درولي او وايي، په حق کې يې بې عدالتي شوې ده.