په دوحه کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ اووم پړاو خبرې اترې نن د شپږمې ورځې لپاره دوام کوي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې په روانو مزاکراتو کې ځینې پرمختګونه لیدل کېږي، خو ځینې مسئلې پاتې دي چې باید پرې یوې نتیجې ته ورسېږو.
نوموړي ویلي خبرې به نن هم دوام وکړي.
تردې مخکې ځینو سرچینو ویلي وو، ښايي په دوحه کې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ خبرې بې نتیجې پای ته ورسېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرمیلادي کال په سپټمبر میاشت کې زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره خپل ځانګړی استازی وټاکه.
سره له دې چې نوموړي په تېرو لسو میاشتو کې له طالب استازو سره اووه پړاوه خبرې اترې کړي، خو تر اوسه نهدی توانیدلی چې دا ډله په افغانستان کې اوربند او له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو کړي.
طالب استازو تر اوسه دوه ځلي په مسکو کې له یو شمېر افغان سیاستوالو سره خبرې کړي، خو پهدې خبرو کې د افغان حکومت په استازیتوب چا برخه نه درلوده.
ټاکل شوې د یکشنبې او دوشنبې په ورځ په دوحه کې جرمني او قطر د یوې بین الافغاني غونډې کوربه توب وکړي.
که څه هم افغان حکومت پهدې غونډه کې هم برخه نهلري، خو له کابله به یو شمېر افغان سیاستوال، د مدني ټولنې استازي او خبریالان له طالب استازو سره خبرې وکړي.