د ولسمشر يو سلاکار وايي، په کندهار کې د لمريزې برښنا هغه پروژه چې پرون د چهارشنبې په ورځ پرانېستل شوه، تر ډېره حده کولاى شي د کندهار د صنعتي پارک ستونزې حل کړي.
د کندهار په صنعتي پارک کې د فابريکو او کارځايونو خاوندانو مخکې د منظمې برښنا، نه درلودل خپله جدي ستونزه ګڼله.
ولسمشر محمد اشرف غني پرون د چهارشنبې په ورځ د خپل سفر په لړ کې په کندهار کې د هغې لمريزې برښنا د توليد شبکه پرانېسته چې ٣٠ مېګا واټه برښنا توليدوي.
پردې پروژې څه کم ٤٠ میليونه امريکايي ډالره لګښت راغلى دى.
د کرنې او پراختيا په چارو کې د ولسمشر سلاکار عبدالحميد هلمندى وايي، دا پروژه بيا هم ورته معياري نه ښکاري.
د ازادي رآډیو خبریال صالح محمد صالح ورڅخه د مرکې په پيل کې پوښتنه کړې، دغه نوې پروژه، د کندهار اړتيا څومره پوره کولاى شي؟
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5