د ایران ولسمشر: تهران راتلونکي ګام اخیستو ته هم تیار دی

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر نن بیا ټینګار وکړ چې تهران راتلونکي ګام اخیستو ته تیار دی او د جولای له اوومې نېټې به د یورانیمو د غني کولو اندازه له ټاکلي ۳،۶۷ څخه چې د ۲۰۱۵ کال په اټمي تړون کې تعین شوې وه، لوړه کړي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د حسن روحاني له قوله وایي چې ویلي یې دي، که خواشیني څرګندوئ یا اعلامیې خپروئ همدا اوس یې وکړئ.

روحاني وویل، د اراک اټمي دستګاه به چې د شوي تړون پر اساس یې فعالیت درول شوی و، بېرته خپل پخوانی فعالیت پیل کړي.

د نړۍ له سترو قدرتونو سره د ایران د اټمي تړون تر لاسلیک کېدو مخکې ایران په لوړه کچه یعنې شل فیصده یورانیم چې ورڅخه په وسلو کې هم کار اخیستل کېدای شي، تولیدول.