ولسمشر غني د کندهار هوايي ډګر د احمد شاه بابا په نوم ونوماوه

ولسمشر غني د کندهار په هوايي ډګر کې

ولسمشر غني کندهار ته له رسېدو سره سم د کندهار هوايي ډګر د احمد شاه بابا په نوم ونوماوه.

ولسمشر غني نن سهار د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کندهار ته تللی دی.

د ولسمشر ویانده دُرانۍ وزیري وایي چې ولسمشر وروسته د هوايي ډګر لاره چې ۲،۸ ميلیونه افغانۍ پرې لګښت راغلی پرانیسته.

د کندهار د والي ویاند بهير احمدي وایي، ولسمشر غني به په دامان ولسوالۍ کې د سولري برښنا پروژه او په عینو مېنه کې تازه جوړ شوی ۳۵۰ بستريز روغتون هم پرانیزي.

احمدي وایي، ولسمشر به په خپل دغه سفر کې د کندهار د ملکي او پوځي چارواکو سربېره له ځوانانو، مدني فعالانو، قومي مشرانو، مېرمنو او ديني عالمانو سره هم وګوري.

د يادونې وړ ده چې د ولسمشر د سفر پر مهال دا ځل کندهار کې ګرځ‌بنديز نه‌دی اعلان شوی.