افغان زدهکوونکي په ښوونځیو کې د ښوونکو لهخوا د وېښتو له قیچي کولو خوندي شول.
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي د لارښوونې له مخې له دې وروسته هېڅ ښوونکی حق نهلري چې د زدهکوونکو وېښتان قیچي کړي.
د افغانستان د پوهنې وزارت ویاندې نوریه نزهت د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته د دې اقدام په اړه وویل: "ځکه دې کار جنجالونه راپورته کړي وو او یو شمېر زدهکوونکو فکر کاوه چې دا مسئلهیې سپکاوی دی او هغوی تهیې له روحي او رواني پلوه زیان رساوه."
د افغانستان د پوهنې په نظام کې له څو لسیزو راهیسې، د نظم، ډسپلین او همدارنګه د پاکوالي په خاطر زدهکونکي د لویو وېښتانو له لرلو منعه کېدل، له همدې کبله په ښوونځیو کې ځینو ښوونکو د هغو زدهکوونکو چې لوی وېښتانیې درلودل وېښته غوڅول څو کمولو تهیې اړ شي.